د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې دشپاړلسم ګذر اړوند د خواجه بغرا په سیمه کې د کوڅې او لښتي د جوړولوچارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د څانګې په مالي ملاتړ پیل شوې وې، (۹۵) سلنه مخته تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په دې پروژه کې د سطحي اوبو مدیریت، د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې دموسمي ستونزو هوارول، او په بنسټیزه توګه،د (٧٠٠ ) مترو په اوږدوالي د کوڅې او لښتي جوړول شامل د
د پنځلسمې ناحیې په شپاړلسم ګذر کې د کوڅې او لښتي د جوړولو چارې دبشپړیدو په حال کې دي
3 اسد 1402