د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په دوه ویشتم ګذر کې د ځمکې د بیا تنظیم د لومړۍ پروژې چارې روانې دي

3 اسد 1402

10124.jpg (1820 × 1024)

په پلاني سیمو باندې د غیر پلاني سیمو د بدلولو په موخه؛ د شپږمې ناحيې د دوه ویشتم ګذر اړوند د قلعه بختيار په سيمه کې د ځمکې دبیاتنظیم د لومړۍ پروژې عملي چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختيا او تنظيم رئيس مهندس حسيب الله خالد په دې اړه وويل، چې د دې پروژې له لارې له یوې خوا په ياده سيمه کې د ماسټر پلان پلي کېدو ته زمینه برابره او بل خوا به هغو ښاریانوته چې، له ښاري آسانتياوو څخه بې برخې دي، غوره خدمات وړاندې شي. نوموړي زیاته کړه، د ځمکې بیا تنظیم هغه پروسه ده چې، د ځمکې د شکل او جوړښت د اصلاح، لپاره کارول کیږي او د ځمکې د مالکانو د ونډې په نظر کې نیولو سره، په سیمه کې بنسټیز او عامه تاسیسات  جوړ او د ښاري ځمکې د بیا تنظیم په پروژه کې د شته تاسیساتو، او د ځمکې له هرې نمرې څخه د ګټې اخیستنې موثریت زیاتوي. دا پروژه د ځمکې د بیا تنظیم لومړنۍ پروژه ده چې، دشپږمې ناحیې دوه ویشتم ګذر په ( ۹۰ ) جریبه ځمکې کې، چې ( ۱۳۶) ملکیتونه لري، پلي کیږي. د يادې سيمې په پرمختيايي پلان کې دعامه او خدماتي تاسيساتو جوړولو ته،  چې ښوونځي، جوماتونه، تفريحي پارکونه، وړکتونونه او داسې نور پکې شامل دي، ځای ورکړ شوی او ددغې پروژې په پلي کولو کې سړکونو ته پراختیا او دملکیتونو مالکانو ته له اصولو سره سم د اعتبار سندونه هم ورکول کېږي. دغه راز ښاغلي خالد د يادې سيمې د اوسېدونکو له ونډې او ګډون څخه چې د يادې پروژې (د ځمکې د بيا تنظيم) په برخه کې يې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې مننه وکړه