الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

تر سلطان محمود غزنوي سړک پورې د قلعه فتح الله دپخواني سړک د جوړولو چارې به ډیر ژر پیل شي

3 اسد 1402

10126.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله له پخواني سړک څخه تر سلطان محمود غزنوي سړک (د شهید هنګرها څلورلارې) پورې د جوړولو پاتې چارې به ډېر ژر پیل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک( ۶۰۶ ) متره اوږدوالی او( ۱۶ ) متره سور لري، چې په بنسټیزه توګه به جوړ شي. د دغه سړک په اوږدو کې ( ۲۴ ) ملکیتونه تر استملاک لاندې وو، چې ویجاړ او پاک شوي او د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته حقوق ورکړل شي. د دغه مهم سړک په جوړیدو سره به، د قلعه فتح الله، سلیم کاروان، شهید هنګرها، پای کوب او د شاوخوا سیمو اوسیدونکو ته ګڼې ترانسپورتي آسانتیاوې برابرې شي.