الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

دلومړۍ ناحیې د ګذر وکیلانو دشورا رئیس وټاکل شو

3 اسد 1402

10128.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحيې د ګذر وکيلانو دشورا په مشورتي غونډه کې، ښاغلى بريالی امين د دې ناحیې د ګذر وکيلانو د شورا د رئيس په توګه وټاکل شو. په دې مشورتي غونډه کې د لومړۍ ناحيې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په خپلو خبروکې د ګذر وکيلانو مکلفيتونه او مسووليتونه په ګوته کړل او ويې ويل، چې د سیمه ییزو او ښاري ستونزو په پېژندلو او له منځه وړلو کې د ګذر وکيلانو رول مهم دى، او باید د ښاري چوپړتیاوو دګړندي کولو په برخه کې هر اړخیزې مرستې وکړي. نوموړي د دې ناحیې د ګذر وکيلانو د شورا د پخواني رئیس سيد حسن پرويزي د ګټورو خدمتونو او پرله پسې همکاريو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د کابل ښاروالۍ مسوولين د ښاریانو خدمت ته چمتو دي، او په دې برخه کې به د ګذر وکيلانو له نظرونو او وړانديزونو څخه په ګټې اخیستنې خپل راتلونکي پروګرامونه او پلانونه جوړ او پلي کړي.  ښاغلي عاصم زیاته کړه چې، موږ به د مسؤلیت د احساس او د مرستې په پیاوړې روحیې سره، د ښار د آبادۍ او ښه ښاري نظم لپاره کوټلي ګامونه پورته کړو