د اوومې ناحیې اړوند دپنځم، دوولسم او پنځلسم ګذرونو ترمنځ ، د تخنیکم، واصل آباد او ګذرګاه په سیمو کې د نښلوونکي کانال د پاکولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې. د اوومې ناحيې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وويل، چې دغه کانال له څو کلونو راهيسې د هر ډول کثافاتو دغورځولو او د ناقانونه ودانيو د جوړیدو له امله بندشوی، چې اوس به یې په بشپړ ډول دپاکولو او غصب شویو مواردوته رسیدنه وشي
د اوومې ناحیې دپنځم، دوولسم او پنځلسم ګذرونو ترمنځ د نښلوونکي کانال د پاکولو چارې پیل شوې
3 اسد 1402