الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۲ کال پرمختیايي پلان د پلي کیدو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

3 اسد 1402

10132.jpg (1820 × 1024)

د ۱۴۰۲ کال پرمختیايي پلان د پلي کیدو په اړه، دکابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ تخنیکي غونډه ترسره شوه.   په دې غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ مرستیالانو او دمرکزي ریاستونو ځیڼو رئیسانو هم ګډون درلود، د تدارکاتو د بهیر د چټکتیا، د تخنیکي سندونو د چمتو کولو، د یو شمېر سړکونو د جوړولو د نویو پروژو د کار د پیل، او د کابل ښاروالۍ د ځینو ریاستونو لپاره د تجهیزاتو او امکاناتو د تمویل په اړه خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.  په غونډه کې کابل ښاروال اړوندو مسوولانو ته سپارښتنه وکړه چې، د پروژو په پلي کولو او د ښار په بېلابېلو برخو کې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دې د تجهیزاتو او امکاناتو د تمویل په برخه کې له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي. همدا راز کابل ښاروال وویل چې، د ١٤٠٢ کال د پراختيايي پلان په پلي کیدو سره به، د عمومي او فرعي خاورینو سړکونو په برخه کې د ښاریانو یو شمېر ستونزې هوارې شي. د سړک جوړونې د پروژو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره د ټولو ښاریانو مرسته اړینه ده