الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ونو د خړوبولو او د ښاري کلتور د مهمو مسایلو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

3 اسد 1402

10134.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبيب الرحمن منصور په مشرۍ د شپږمې، اوومې، اتمې، نهمې او لسمې ناحيو د سيمه ييزو شوراګانو استازو ته د ښاري تاسيساتو د ساتنې، د ونو د خړوبولو او ښاري کلتور په اړه، دکابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال په خپلو خبروکې د ښار په اړه دښاریانو مکلفيتونه او مسوولیتونه په ډاګه کړل او ويې ويل، له ښاري آدابو څخه يو هم د ونو ساتنه او خړوبول دي چې بايد ټول خلک ورته پاملرنه وکړي. د کابل ښاروالۍ د اصولو او مقرراتو په پام کې نیولوسره، ښاریانو ته د هوساینې او آرامه ژوند زمینه برابریږي. همدا راز د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد په خپلو خبروکې د دغه پروګرام د ترسره کولو موخه، د ښار پر وړاندې د مسوولیت د احساس دودول وبلل او ویې ویل، چې د کابل ښار په آبادۍ او ښکلا کې د ښاریانو رول مهم دی. ورته مهال د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو د تنظیم عمومي رئیس نعمان نثار ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت به د مشرانو او د خلکو د استازو په مرسته د څاګانو د غیر قانوني کیندلو مخه ونیسي او د بېلابېلو ادارو په همغږۍ به د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن کارونه ترسره کړي. بل خوا د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر د وکيلانو د شورا مشر عبدالمجيب صافي وويل، د ګذر وکيلان به د ښاري کلتور د ترویجولو او د اوبو د مصرف د سپما په برخه کې کابل ښاریان خپلو ټولنيزو او ښاري مسووليتونو ته ځیر کړي. دپروګرام په پای کې د کابل ښاروالۍ دنشراتو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د ښاري ژوند د څرنګوالي په اړه یو شمېر ویډیويي پیغامونه ګډونوالو ته وړاندې شول.