د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په نیت، دکابل ښاروالۍ یوشمیر کارکوونکي سیمې ته استول شوي دي

4 اسد 1402

10136.jpg (1820 × 1024)

د پغمان ولسوالۍ د ارغندې په سیمه او څوارلسمه ناحیه کې د وروستیو سیلابونو په پایله کې ولسي وګړو ته زیانونه اوښتي دي. د معلوماتو پر بنسټ په دې طبعیي پېښه کې،د سيمې يو شمير اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده او ځینې کورونه او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوي دي. د دیارلسمې ناحیې رئیس محمد حامد امیري وویل، چې کابل ښاروالۍ په دي غم کې ځان شریک بولي. نوموړي زیاته کړه چې، د دیارلسمې او څوارلسمې ناحیو کارکوونکي له نورو ادارو سره په ګډه د زیانمن شویو خلکو د ستونزو د هواري، د زیانمنو سیمو د پاکولو، د څښاک د پاکو اوبو او نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هلې ځلې کوي. ښاغلي امیري د نورو بنسټونو د کارکوونکو د پر وخت راتګ څخه د ستاینې ترڅنګ وویل، چې د دیارلسمې ناحیې یو شمېر اوسیدونکي په خپله خوښه سیمې ته د زیانمنو شویو خلکو لپاره ورغلي او له هغوی سره یې غم شریکي کړې، چې دا د لوړو اسلامي او انساني اخلاقو او افغاني کلتور ښکارندويي کوي