د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل په شمال لوېدیځ کې د سړک جوړولو له پروژې څخه څارنه وکړه

4 اسد 1402

10138.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تېره شپه د کابل په شمال لویدیځ کې د ذاکرین له ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې، د سړک د جوړولو د پروژې له پلي کیدو څخه لیدنه وکړه او د دغې پروژې د کار په چټکتیا او ښه کیفیت یې ټینګار وکړ. د دغه مهم سړک چارې، چې (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري د پنځمې او اوولسمې ناحیو ترمنځ د سړک په اوږدوکې داستنادي دیوالونو ، دسړک غاړې لښتي او دیوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون  د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا پرمخ وړل کیږي.  کابل ښاروال اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د دې پروژې د پلي کولو له بېلابېلو پړاوونو څخه دې د کابل ښاروالۍ څارونکي ټیمونه په دوامداره څارنې وکړي، ترڅو پروژه په سمه او معیاري توګه پلې شي. دغه سړک به د کابل ښار اقتصادي او معیاري ودې ته زمینه براره کړي او د سیمې د ترافیکي بهیر د ویش او ترانسپورتي زیربناوو ته د لاسرسي په برخه کې ځانګړی اهمیت لري