الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې له بندو کانالونو او ویالو څخه څه باندې (۲۰۰۰) مټریک ټنه کثافات ولېږدول شول

4 اسد 1402

10140.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیفي کارکوونکو د هلو ځلو په پایله کې، څه باندې  (۲۰۰۰)  مټریک ټنه کثافات د اتمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې له بند شویو کانالونو او ویالو څخه راټول او ولېږدول شول. د اتمې ناحیې رئیس مولوي سيدشاه حميدي وويل، چې دغه کثافات له کارته نو سړک او ګاونډيو سيمو څخه راټول شوي او له ښار څخه بهر ګزک سيمې ته ولېږدول شول. د کانالونو او ویالو د بندېدو لامل، د یو شمېر ښاریانو بې پروايي بلل کېږي، چې د کابل ښاروالۍ ډېری بشري ځواک او ماشینرۍ د دې کار په ترسره کولوکې بوخت دي. د سرک غاړې ویالې د کثافاتو د اچولو ځای نه دی، هیله ده چې پاک ساتلو ته یې ټول ښاریان پام وکړي