د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې د دوو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

4 اسد 1402

10142.jpg (1820 × 1024)

د یوولسمې ناحیې د څلورم ګذر اړوند د سرې مینې او د دیارلسم ګذر په پروژې جدید سیمو کې د دوو سړکونو د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له خوا په داسې حال کې چې، دیادو سیمو یو شمیر مشران او اوسیدونکي هم حاضر وو، دپټۍ په پرې کولو سره پیل شوې. په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل، دا پروژې د سالم ټولنیز چاپېریال په رامنځته کولو کې ځانګړی اهمیت لري، نو په دې توګه ټول ښاریان باید د سړک جوړونې د پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي. کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د اغیزمنتوب په موخه، د ښارپه کچه ودانیزو پروژو ته پراختیا ورکوي. همدا راز د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل، ددې سیمې د څلورم ګذرله تیږو څخه د سړک جوړولو چارې جې، ( ۵۳۱) متره اوږدوالی او( ۷ ) متره سور لري، دلښتي په ګډون به د ( ۱۱ ) میلیونه او (۱۸۰) زره افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي. بل خوا دیادې ناحیې په دیارلسم ګذرکې د (۳۶۰) مترو په اوږدوالي او(۷) مترو په سور د لښتي په ګډون د سړک جوړولو چارې هم پېل شوې، چې د (۵) میاشتو په موده کې به د (۱۰،۳۲۰،۰۰۰) افغانیو په لګښت د کانکریټ په بڼه جوړ شي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د یادو سيمو د اوسېدونکي ستونزې هوارې او ترانسپورتي آسانتياوو ته به لاس رسی ومومي