د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې اړوند سیموکې ښاري نظم تر څارنې لاندې ونیول شو

5 اسد 1402

10144.jpg (1200 × 675)

د شپږمې ناحيې مسوولينو د علاءالدين څلورلارې، د کاريز سرک ، پل سرخ  او چهارقلعه چهاردهي په بازارونو کې ښاري سرغړونو ته رسیدنه وکړه. د یادې ناحیې رئیس مولوي محمد ايوب ثابت وويل، چې د څارنو په لړ کې له سړکونو او پلو لارو څخه خنډونه پاک شوي دي او یو شمېر رستورانتونو او نانوایانو ته، چې روغتیاي سپارښتنې یې په پام کې نه وې نیولې اړینې سپارښتنې وشوې. همدا رنګه د خوراکي او غیر خوراکي توکو د کارونې نېټه او کیفیت هم وڅېړل شو، چې له نېکه مرغه د سرغړونو په کچه کې کموالی راغلی دی