الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په شلم گذر کې د یوې ویالي او څو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي

5 اسد 1402

10146.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د هبیتات دفتر په مرسته، د شپږمې ناحیې په شلم ګذر کې د یوې ویالې او څو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۶۶۰ ) متره اوږدوالی او په منځني کچه ( ۴ ) متره سور لري او همدا رنګه د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د(۲۷۲ ) مترو په اوږدوالي او (۶۰ ) سانتي مترو په سور ،له ډبرو څخه یوه ویاله هم دجوړیدو په حال کې ده. د يادو کوڅو او ويالې په جوړېدو سره به د سيمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري آسانتياوې برابرې، او شته موسمي ستونزې به یې هوارې شي. کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې ښاریانو ته د آسانتیاوو د برابرولو په موخه، په نږدې راتلونکي کې د ښار په نورو برخو کې ورته نورې پروژې هم طرحه او پلي کړي