الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

دشپاړلسمې ناحیې په درویشتم ګذرکې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

5 اسد 1402

10148.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې په درویشتم ګذرپورې اړوند، احمد خان کلا ته څېرمه د افغان ګودامونو سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د څانګې په مرسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم رياست د پروژو د څارلو آمر انجنير ذبيح الله رحيمي په دې اړه وويل، دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (١٢٨١) متره اوږدوالى او (۴) متره سور لري، د لښتي په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړې شي. ددغو کوڅو په جوړېدو سره به د سيمې د اوسېدونکو  پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې شي. د یادولو وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې د سيمې یوشمیراوسېدونکو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده