کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دې ادارې د ډیپوګانو د توکو د ثبت لپاره د نوي بریښنايي سیستم ارزونه وکړه او له دغه سیستم څخه یې د اغیزمنې ګټې اخیستنې په موخه اړوندو مسوولینو ته یو لړ سپارښتنې وکړې. د کابل ښاروالۍ د ډیپوګانو د توکو د ثبت نوی سیستم، د دې ادارې د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له خوا د سرچینو او امکاناتود ضایع کیدو د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی. دغه راز ياد شوي سيسټم به، د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو ادارو په دفترونو کې دننه د وسايلو د کارولو د څرنګوالي په برخه کې، د اداري چارو د سرعت، د روڼتيا او ښې حکومتوالۍ په رامنځته کولو کې ګټور تمام شي
کابل ښاروال د دې ادارې د ډیپوګانو د توکو د ثبت سیستم وارزاوه
5 اسد 1402