د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کارول شویو اوبو څخه د ګټې اخیستنې په موخه، د فاضلاب پنځه څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

9 اسد 1402

10154.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه، له کارول شویو اوبو څخه د ګټې اخیستنې او د ونو او زرغونو سیمو خړوبولو لپاره، د اوومې ناحیې په بیلابیلو ګذرونو کې د فاضلاب (۵) څاګانې تر کېندلو وروسته د کابل ښاروالۍ دټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې خلک د پاکو اوبو سپما کولو ته وهڅول او ویې ویل چې، کیندل شوې څاګانې په پر مختللو فلټرونو سمبال دي او کارول شوې اوبه به تصفیه کوي. د نوموړي په وینا له دې اوبو څخه به د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو په برخه کې کار واخیستل شي. د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري وویل چې، دا څاګانې د کابل ښاروالۍ په غوښتنه له ( ۳ څخه تر ۴ ) مترو ژوروالي د ښاریانو له لوري کېندل شوې دي او د ځمکې لاندې خوږو اوبو د سپما کولو په موخه به دا لړۍ نورو ناحیو ته هم وغځول شي. د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري د سیمې د اوسېدونکو په استازیتوب خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې، داسې نورې څاګانې به هم د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې وکیندل شي.د سیمې مشرانو او ګذر وکیلانو هم له کابل ښاروالۍ سره د هر راز مرستو ژمنه وکړه