الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

دپل سوخته - دارالامان سړک په اوږدوکې د هوايي پله د جوړولو او نصبولو چارې پېل شوې

9 اسد 1402

10158.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه، د شپږمې ناحیې اړوند دپل سوخته - دارالامان سړک په اوږدوکې، وحدت لېسې ته مخامخ،  پلولارویانو ته د هوايي پله د جوړولو او نصبولو چارې پېل شوې. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو دتنظیم ریاست د مسوولینو په وینا، پلو لارویانو ته د(۸) هوايي پلونو د جوړولو او نصبولو پروژه به دناحیو په ګڼه ګوڼو سیمو کې پلې شی، چې یو یې د شپږمې ناحیې اړوند وحدت لېسې ته مخامخ پل دی.  په پام کې ده چې دغه پل د سیمې د اوسیدونکو په ځانګړې توګه د وحدت عالي لېسې د زده کوونکو د تګ راتګ پر وخت دآسانتیاوو رامنځته کولو لپاره په معیاري او بنسټیزه  توګه جوړ شي. د یادولو وړ ده چې، د کابل ښار په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې دپلو لارویانو لپاره د هوايي پلونو جوړول او نصبول، د ښاریانو له جدي اړتیاوو څخه شمیرل کیږي