د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري زیربناوو د ساتنې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

9 اسد 1402

10160.jpg (1820 × 1024)

د ښاري زیربناوو د ساتنې په اړه د کابل ښاروالۍ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، برشنا شرکت او د اوبو رسولو او ښاري فاضلاب شرکت ترمنځ د همغږۍ ګډه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس محمد قاسم افغان د سړکونو او پلولارو د ساتنې په برخه کې د یادو ادارو ترمنځ د همکارۍ د تفاهم لیک د مادو په اړه، چې ټاکل شوې ده لاسلیک شي، معلومات ورکړل او ویې ویل چې، له بده مرغه په تېرو وختونو کې د ښار یو شمېر سړکونه او پلې لارې د اوبو رسولو، برېښنا او انټرنیټي شبکو د رامنځته کولو په برخه کې د همغږۍ او همکارۍ د نه شتون له امله؛  په غیر معیاري توګه کیندل شوي چې اوس هم ویجاړ پاتې دي. ښاغلي افغان زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ غواړي د ښاري زیربناوو د ساتنې او څارنې په برخه کې د همکارۍ دغه هوکړه لیک ژر تر ژره د ښاري سکتور له نورو ادارو سره لاسلیک کړي. نوموړي دا هم په ډاګه کړه چې، د دغه تفاهم لیک یوه ماده د شبکو د جوړولو په موخه د ښاري زیربناوو له جوړېدو مخکې د بشپړې همغږۍ رامنځته کولو په اړه ده. له بلې خوا د یادو ادارو استازو ژمنه وکړه چې، د ښاري زیربناوو د ساتنې او څارنې په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي