د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې په یوویشتم ګذرکې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

9 اسد 1402

10162.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دآسانتیاوو رامنځته کولو په پار،د شپاړلسمې ناحیې دیوویشتم ګذر په احمدخان کلا سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو ددفتر په مرسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د پروژو د څارنې آمر انجنير ذبيح الله رحيمي په دې اړه وويل، دغه کوڅې په ټولیزه توګه ( ۱۱۴۸ ) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر( ۴ ) مترو پورې سور لري، چې دلښتیو په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړې شي. د یادې پروژې له لارې د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې، چې په جوړېدو سره به یې په سیمه کې موسمي ستونزې هوارې شي. د يادونې وړ ده، چې، پورتنۍ پروژه په ( ۱۴۰۲ ) کال کې  دکوڅو جوړولو څلورمه رغنيزه پروژه ده، چې د شپاړلسمې ناحيې په کچه پلې کېږي