د کابل ښاروالۍ له لوري د رحمن مېنې د E برخې سړک د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. دا سړک له کارته نو څخه پیل تر ستانکزي بلاکونو پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره پراخوالی لري چې، د بایسکیل چلولو کرښو، پلو لارو، ګلدانونو او نورو برخو په ګډون به د نږدې ۱۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اتلس میاشتو په موده کې په معیاري توګه جوړ شي. یاد سړک د کابل ښار یو له مهمو سړکونو شمېرل کیږي چې، په جوړېدو سره به یې د ښاریانو ډېرې پخوانۍ هیلې پوره شي
د رحمن مېنې د E برخې سړک د جوړولو چارې روانې دي
10 اسد 1402