د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په کچه تنظیفي او د ونو خړوبولو حشر ترسره شو

10 اسد 1402

10170.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو او مسوولانو تر منځ د مرستې د روحیې د پیاوړتیا او دښکلي او زرغون ښار درلودلو په موخه، د اتمې ناحیې په کچه تنظیفي او د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو حشر ترسره شو. په یاد حشر کې ګډون کوونکو خواره شوي کثافات راټول کړل چې د تنظیف ریاست د کارکوونکو له لوري له ښار څخه د باندې ولیږدول شول او دغه راز د ناحیې په بیلابیلو برخوکې ونې او زرغونې سیمې هم خړوب شوې. د اتمې ناحیې رئیس سیدشاه حمیدي د حشر له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل چې، په ګډکار سره کولای شو خپل ښار پاک، زرغون او سمسور وساتو.  له دې حشر څخه موخه، د کثافاتو راټولول او د دوبي په دې موسم کې د زرغونو سیمو او ونو خړوبول دي. د ښاغلي حمیدي په وینا که چېرته ښاریان په خپل چاپېریال کې پاکوالي او نظافت ته پام وکړي اوکثافات په ټاکلو ځایونو کې وغورځوي، نو د نارنجي اغوستونکو د اوږو بار به سپک کړي. ورته مهال د یادې ناحیې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د آباد، سمسور او ښایسته کابل ښار د جوړېدو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي، په خپلو سیمو کې به د کثافاتو له تیتولو ډډه وکړي او په منظمه توګه به د یادې ناحیې زرغونې سیمې او ونې خړوب کړي