الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په پنځم او شپږم ګذرکې د فرعي کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې

10 اسد 1402

10172.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د دیارلسمې ناحیې په پنځم او شپږم ګذر کې د (۱۰۷۸) مترو په اوږدوالي د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې. د دیارلسمې ناحیې مرستیال محمد خان ایوبي وویل چې، په یاده پروژه کې د شپږم ګذر (۳) او د پنځم ګذر(۷) کوڅې شاملې دي چې، د (۹۵۰۰۰) امریکايي ډالرو په لګښت به د پنځو میاشتو په موده کې  په بنسټیزه توګه جوړې او ورسره جوخت به دسیمو د اوسیدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل شي. دغه راز د سیمې اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو هرکلی وکړ او د یادې پروژې په پلي کېدو کې یې د هر راز مرستې ژمنه وکړه دیادونې وړ ده چې، ددې پروژې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې  هم رامنځته شوې دي