الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

10 اسد 1402

10174.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته د شپاړلسمې ناحیې په ۲۲م ګذر قلعه احمد خان سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست د پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل چې، دا کوڅې ۱۱۱۶ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري چې د لښتیو په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړې شي. د دې پروژې له لارې له یوې خوا د سیمې خلکو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې دي او بل لوري به یې په بشپړېدو سره ښاریانو ته ګڼ شمېر سیمه ییزې او ترانسپورټي آسانتیاوې هم رامنځته شي