د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د افغانستان سوله غوښتونکي بشري مؤسسه د خوشحال خان مېنې د تفریحي پارک د جوړولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي

10 اسد 1402

10176.jpg (1820 × 1024)

د افغانستان د سولې غوښتونکو بشري موسسې استازو د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست، د زرغونتیا ریاست او د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست له مسوولینو سره، د همغږۍ په ګډه غونډه کې ژمنه وکړه، چې د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال خان مېنې د (ب) برخې د تفریحي پارک  په جوړولو کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس محمد قاسم افغان له یادې موسسې څخه د مننې په ترڅ کې وویل دغه پارک چې، (۲۰۸) متره اوږدوالی او (۲۴) متره سور لري، د( ۱۸ ) میلیونه افغانیو په لګښت به په معیاري او بنسټیزه توګه جوړ شي. ددغه پارک د جوړولو په پروژه کې، د پارک د احاطې جوړول، پلې لارې، د ماشومانو لپاره د لوبو د وسایلو نصبول، د اوږدو څوکیو او دسیوری د چتر نصبول، د تشنابونو جوړول، د څاه کیندل، د اوبو لګولو لپاره د اوبو ذیرمه، محافظتي خونه او همدارنګه په ( 321 ) مربع متره مساحت سره  په دوو پوړونوکې دیوې ودانۍ جوړول شامل دي، چې په لومړي پوړ کې یې د هټیو او په پورتني پوړ کې یې د جومات جوړول په پام کې نیول شوي دي. د يادونې وړ ده، چې د ياد شوي پارک په جوړولو کې د افغانستان د سولې غوښتونکو بشري موسسه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا تمويل کیږي. د غونډې په پای کې د یادې موسسې استازو ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د ښاري پلانونو دپلي کولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي