د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یو شمېر ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

10 اسد 1402

10178.jpg (1820 × 1024)

د ښاري کلتور د ودې او د عامه تاسیساتو د ساتنې په اړوند، دکابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د یوولسمې، دوولسمې، دیارلسمې، څوارلسمې پنځلسمې او شپاړلسمې ناحیو له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د ښاري کلتور د ودې او د ښاري ژوند د قانوني کېدو په برخه کې د ښاریانو رول مهم وباله او ویې ویل چې، اړتیا ده ټول په ګډه د ښارپاک ساتلو، ښاري نظم او د ښاري کلتور د ودې په برخو کې خپل مسئولیتونه ادا کړو. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد په خپلو خبرو کې د غونډې موخې بیان کړې او له ګذر وکیلانو یې وغوښتل، چې د کابل ښاروالۍ پیغام په ښه توګه تر خپلو مئوکلینو او ښاریانو ورسوي. په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د تنظیم رئیس نثار، د کابل ښاروالۍ د ارشاد او دعوت رئیس، د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس، دیني عالمانو او ځوانانو هم په خپل وار خبرې وکړې او په ټولو برخو په ځانګړې توګه د خوږو اوبو د سپما کولو په برخه کې یې سپارښتنې وکړې. د عامه پوهاوي په دې غونډه کې یو شمېر روزنیز ویډيويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځیدل