د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په شلم ګذرکې د کوڅو جوړولو چارې پېل شوې

10 اسد 1402

10180.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند د شلم ګذر د هراتي سرای شاته او د وردګ بابا جومات ته څیرمه، د(۶) کوڅو جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو ددفتر په مرسته پېل شوې. د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزي په دې اړه وویل چې، ددغو پروژو په جوړیدو سره به، د سیمې داوسیدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل، او ګڼې ښاري آسانتیاوې به ورته برابرې شي. کابل ښاروالۍ هوډ لري چې،  دښاریانو ستونزو ته د رسیدنې په موخه، له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې سیموکې ورته پروژې طرحه او پلې کړي. دکابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژو د څارنې آمر انجینر ذبیح الله رحیمي وویل، چې په یاد ګذرکې به د ویالو په ګډون په ټولیزه توګه، د(۱۳۸۵) مترو په اوږدوالي او له(۳،۵) څخه تر (۴) مترو په سور سره، د نږدې(۹) میلیونه افغانیو په لګښت،  د (۱۵۰) کاري ورځو په ترڅ کې،(۶) کوڅې په بنسټیزه توګه جوړې شي. د یادونې وړ ده چې، ددغې پروژې په پلي کیدوسره دسیمې (۱۲۰) تنو ته دکار زمینه هم برابره شوې ده