د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ترکیې سفارت د سوداګرۍ برخې له سلاکار سره ولیدل

10 اسد 1402

10182.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په کابل کې د ترکیې سفارت د سوداګرۍ برخې له سلاکار ایمري انال سره په کابل ښار کې د پانګونې د پروژو په اړه ولیدل. په دې لیدنه کې کابل ښاروال وويل، د کابل او ترکيې د ښارونو ترمنځ بايد معنوي اړيکې پياوړې شي، او د ښارونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا او له شته فرصتونو څخه په سمه توګه د استفادې لپاره بايد په علمي او تخنيکي برخه کې دوه اړخيزې مرستې ترسره شي.  کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې، په کابل کې د کورنیو او بهرنیو خصوصي سکټور په ځانګړې توګه ترکي پانګوالو ته د خوندي پانګونې زمینه برابره کړي. همدا راز د ترکیې سفارت د سوداګرۍ برخې سلاکار خپله علاقمندي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د کابل ښار د معیاري ودې او پراختیا په ځانګړي ډول د سوداګریزو بلاکونو د جوړولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي له کابل ښاروال څخه غوښتنه وکړه، چې د حضوري چمن ته څېرمه د بلاک جوړولو د پروژې قانوني ستونزې او برخلیک، چې په تېرو کلونو کې د کابل ښاروالۍ له خوا د ترکیې هېواد له یوه خصوصي سکتور سره هوکړه شوې وه او د ځینو لاملونو له امله یې دجوړولو چارې ودریدلې دي معلوم کړي ترڅو یې د جوړولو چارې بیا ځلي پیل شي.  په پای کې کابل ښاروال ژمنه وکړه چې،  حضوري چمن ته څېرمه د بلاک جوړولو پروژې موضوع به د کابل ښاروالۍ له لوري وڅېړل شي، او کابل ښاروالۍ د پانګونې د ودې او له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي