د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې د ونو خړوبولو حشر ترسره شو

11 اسد 1402

10184.jpg (1820 × 1024)

د یوه زرغون او سمسور کابل ښار د درلودلو په پار، د اوومې ناحیې اړوند سیموکې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ او دیادې ناحیې دمسوولانو او ښاریانو په ګډون، د ونو خړوبولو حشر ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په حشرکې د ښاریانو له ګډون څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، په ګډ کار سره د ښار پاکوالي او زرغونتیا ته ښه زمینه برابریږي. د دې حشر د ترسره کولو موخه، د ونو خړوبول او له شنو سیمو څخه ساتنه ده، چې موږ ټول باید په دې برخه کې خپله ملي او دیني دنده ترسره کړو. ښاغلي منصور زیاته کړه چې،  که ښاريان د خپلو سيمو پاکوالي ته پاملرنه وکړي، کثافات په ټاکلو ځایوونکې وغورځوي، نو له یوې خوا به کثافات په آسانۍ سره راټول او ولېږدول شي او له بلې خوا به، د تنظیفي کارکوونکو پر اوږو دروند بار سپک شي. ورته مهال د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري وویل: په دې حشرکې د سیمې اوسیدونکو له خوا (۲۰) ټانکره اوبه چمتو شوې وې، چې له امله یې د تنيکوټ، د پډولې او دارالامان سړکونو په اوږدوکې ونې او شنې سیمې خړوبې شوې