د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د غلام حیدرخان عالي لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

11 اسد 1402

10186.jpg (1820 × 1024)

د ښاري کلتور د ودې او ترویج په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا، د یوولسمې ناحیې اړوند د غلام حیدر خان عالي لېسې له زده کوونکو سره د ښاري مسایلو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد د دغه پروګرام له ترسره کېدو څخه موخه، د ښاریانو په ذهن کې د هېواد پالنې او د ټولنیز او فردي مسؤلیت د احساس را ژوندي کول وبلل او ویې ویل، چې د ښاریانو په ځانګړې توګه د ځوان نسل په مرسته کولای شو کابل ښار په یوه پاک، زرغون، آباد او ښکلی ښار بدل کړو. ښاغلي زاهد د کابل ښاروالۍ د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په پلي کولو کې د کابل ښاریانو مرسته اړینه وبلله. دغه راز په دې پروګرام کې د یوولسمې ښوونیزې حوزې آمر، د یادې لېسې مدیر، استادانو او زده کوونکو د ښاري کلتور د ودې په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره د مرستو ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو سره کولای شو، ډېر ژر په خپل ژوندکې هوساینه او آرامي احساس کړو. همدارنګه دوی د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي له پروګرامونو هرکلی وکړ. د عامه شتمنیو او د ښاري او زرغونو سیمو په ساتنه کې د ښوونځیو د زده کوونکو رول مهم دی. په دې پروګرام کې  زده کوونکو ته د ښوونیزو ویډیوګانو د وړاندې کولو له لارې، د پوښتنو او ځوابونو زمینه برابره شوه او د هغوی دتشویق او هڅونې په موخه، د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي ریاست له خوا یو شمېر تبلیغاتي پاڼې او ډالۍ هم ووېشل شوې