د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د یو فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

11 اسد 1402

10188.jpg (1820 × 1024)

د  شپاړلسمې ناحیې اړوند د  شپږویشتم ګذر په الو خېلو سیمه کې د یو فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې، او د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو دتنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د شپاړلسمې ناحیې رئیس مولوي محمد عارف کمالي له لوري، په داسې حال کې چې، د سیمې مشرانو او اوسېدونکو هم حضور درلود ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.  په دې پرانیست غونډه کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس وویل، کابل ښاروالۍ د ښار د آبادۍ، ښاریانو ته د هوساینې او د آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې پیاوړې اراده لري، په ښار کې وړې او لویې پروژې په ښه کیفیت پلې کېږي، او د کابل ښاروالۍ مشرتابه هغه سیمو ته چې، له ښاري آسانتیاوو بې برخې دي، ځانګړې پاملرنه لري. نوموړي زیاته کړه چې، د لښتي په ګډون دغه فرعي سړک، ( ۶۹۰ ) متره اوږدوالی او( ۴.۵ ) متره سور لري، چې د څه باندې ( ۸ ) میلیونه او ( ۵ ) سوه زره افغانیو په لګښت، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څلورو میاشتو او پنځلس ورځو په موده کې، په پاخه اوبنسټیزه توګه جوړ شوی دی. همدا راز د شپاړلسمې ناحيې رئیس وويل، چې د رغنيزو پروژو په پلي کېدو سره به د هغو سيمو د اوسېدونکو ډېری ستونزې هوارې شي، چې له ښاري آسانتياوو بې برخې دي، او د شپاړلسمې ناحيې په کچه به هم ورته پروژې پراختیا ومومي. نوموړي له ځايي خلکو غوښتنه وکړه چې، د خپلو سړکونو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي