د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه د کابل ښاروالۍ تخنیکي غونډه ترسره شوه

12 اسد 1402

10191.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ د غصب شویو ځمکو د پیژندلو او بېرته راګرځولو او ودانیزو سرغړونو ته د رسېدو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د څلورمې ناحیې اړوند د یو شمېر غصب شویو ځمکو د قضیو په اړه بحث وشو او اړینې پریکړې ترسره شوې. د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال وویل: هغه ښارګوټي او بلاکونه چې اوس مهال تر لومړنیو څارنو لاندې دي؛ باید ډېر تر پلټنې لاندې ونیول شوي څو، د کمیټې تر تائید وروسته د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون ته د نورو اجراآتو په موخه ولیږل شي. ورته مهال د کمېټې غړو د ودانیزو سرغړونو په برخه کې د خپلو تخنیکي څارنو په اړه نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړل چې، د ودانیزو سرغړونو د محاکمو تر پرېکړې وروسته به یو پر بل پسې ورته رسېدنه وشي