الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له سلګونو ښاریانو سره مخامخ ولیدل

12 اسد 1402

10193.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید نن له سلګونو ښاریانو سره د ښاري او سیمه ییزو ستونزو د هواري په موخه مخامخ ولیدل او ویې ویل چې، د ښاریانو معقولو او قانوني غوښتنوته به له ځنډ پرته رسیدنه وشي. نوموړي چې ځان یې د کابل ښاریانو خدمتګار وباله، د صادقانه خدمت په موخه يې يو ځل بيا د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د مسوولينو مکلفيتونه او مسوولیتونه په ګوته کړل،  او اړوندو مسؤلانو ته یې سپارښتنه وکړه چې بايد دښاریانو د قانوني کارونو په اجرا کولو کې هيڅ ډول ځنډ او غفلت ونه شي. کابل ښاروال د ښاردمدیر په توګه، د څه باندې (۳۰) ډوله ښاري خدمتونو د وړاندې کولو مشري کوي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروال د مسووليت په احساس سره، د ښاريانو د اسنادو په اداري پړاونوکې آسانتياوې رامنځته شوې چې د هغوى د خوښۍ لامل شوى دى