الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شېر دروازې پله د بیارغونې چارې پیل شوې

12 اسد 1402

10195.jpg (1200 × 675)

له ښاري تاسیساتو څخه دڅارنې او ساتنې په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست،د شېر دروازې پله د بیارغولو چارې پیل کړې. د سړکونو او پلونو دبیارغولو آمر انجنير شريف الله قادري وويل، دغه پل  چې د وخت په تېرېدو او د زياتې استفادې له امله يو څه زیانمن شوى دى، له تخنیکي مطالعاتو وروسته به د پله دواړو غاړو ته پلې لارې د چهلستون له ډبرو څخه یو ځل بیا ورغولې شي. د بیارغونې په دې کارکې په اساسي توګه دپله رغول او د پله دواړو غاړو ته دکټارو نصب او رنګول شامل دي. د شېردروازې پل چې، (۵۰) متره اوږدوالی او (۱۵) متره سور لري؛ د کابل سیند دپاسه یو له مهمو پلونو څخه دی، چې د لومړۍ، دویمې، دریمې او اوومې ناحیې سیمو اوسیدونکي او نور ګڼ شمیر ښاریان پرې تګ راتګ کوي