د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په اتلسم ګذرکې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

14 اسد 1402

10197.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې په اتلسم ګذرکې د کوڅو جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجینر میرالرحمن ناصري له خوا، په داسې حال کې چې د پنځمې ناحیې مسؤلانو، مشرانو او ګڼ شمیر اوسیدونکو هم حضور درلود، پیل شوې.  په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د پرګرامونو او پروژو .دتنظیم رئيس په بېلابېلو سیموکې د کوڅو جوړولو د پيل خبر ورکړ او ويې ويل: رغنيزې پروژې د متوازنې پراختیا او د ستونزو د هواري د اصولو پر بنسټ، طرحه او يو پر بل پسې پلې کېږي. نوموړي زیاته کړه، دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۸۶۱) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري، د ویالو په ګډون به د څه باندې (۱۰) میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړې شي. په ورته وخت کې د پنځمې ناحيې مرستيال د يادې ناحیې د اوسېدونکو په استازيتوب د دې پروژې له پيل څخه د خوښۍ څرګندولو سربېره ژمنه وکړه، چې د یادې پروژې د لا ښه پلي کولو په برخه کې به له هيڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې د یو شمېر ښاریانو لپاره کاري زمینه هم برابره شوی ده