الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

14 اسد 1402

10199.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست په غوښتنه د ښار پر وړاندې د فردي او ټولنیز مسئولیت درک کولو په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند سیموکې تنظیفي حشر ترسره شو. د پنځلسمې ناحيې رئیس عبدالبصير اخندزاده په دي حشر کې د علماوو، گذروکيلانو او ځوانانو د سيمه ييزو شوراګانو له ګډون څخه مننه وکړه او ويې ويل: د ناحیي بېلابېلې سيمې د کثافاتو له شتون څخه پاکې شوې او خپل دغه کار ته به دوام ورکړو. نوموړي ټینګار وکړ چې، د یوه ښکلي او له کثافاتو څخه د پاک کابل ښار د درلودلو لپاره، د عامو خلکو دوامداره مرسته اړینه ده او په عامه ځایونو کې د کثافاتو له غورځولو څخه باید ډډه وشي. همدا راز د پنځلسمې ناحيې اوسېدونکو له کابل ښاروالۍ سره د مرستو ژمنه وکړه او ويې ويل: د ښار پاکول يوازې د کابل ښاروالۍ دنده نه ده، بلکې موږ ټول بايدپه ګډه خپل ښار د کثافاتو له شتون څخه پاک کړو