د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمان مېنې په (E) برخه کې د زرغونې سیمې د جوړولو چارې روانې دي

14 اسد 1402

10201.jpg (1820 × 1024)

داتمې ناحیې اړوند د رحمان مېنې د (E) برخې په لسم ګذرکې د زرغونې سیمې د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوی وې، اوس هم دوام لري. په معیاري او عصري ډول د دغې زرغونې سیمې د جوړولو چارې، چې (۶۹۱۵) مترمربع مساحت لري، د (۵) میلیونه (۱۸۹) زره (۴۶۹) افغانیو په لګښت به د روان کال ترپایه بشپړې شي. په دې رغنیزه پروژه کې د احاطې دیوال، پلې لارې، د اودس کولو خونه، دساتونکي خونه، د سپورت میدان، د اوبو د څاه کیندل، د سیوري د چتر او د اوږدو څوکیو نصبول، د ډول ډول نیالګیو او ګلانو ایښودل او د چمن کرل شامل دي. د دغې زرغونې سیمې اصلي مالکین ځايي خلک دي، چې باید په ساتلو کې یې ډیره پاملرنه وکړي؛ ځکه کابل ښاروالۍ د خلکو له مرستو پرته د شنو سیمو د ساتلو او پراخولو توان نه لري. د يادونې وړ ده، چې یادې شنې سيمې ته څېرمه ، تر دې وړاندې د ځایي اوسېدونکو له خوا یو جومات هم جوړ شوی،  چې دزرغونې سیمې په جوړېدو سره به يې ښکلا نوره هم زياته شي