الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه د لوړ پوړیزو ودانیو له لوري لښتیو ته د فاضلاب را پرېښودلو په اړه پلټنې روانې دي

14 اسد 1402

10203.jpg (1820 × 1024)

د قانون د حاکمیت او  د چاپیریال له ککړولو څخه د مخنیوي په موخه، په پنځلسمه ناحیه کې د لوړ پوړیزو ودانیو له لوري لښتیو ته د فاضلاب را پرېښودل شوې لارې ویجاړې شوې. د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست مسئولان وايي چې، دا کار له وار وار سپارښتنو وروسته ترسره شوی او په نورو ناحیو کې هم پلی کیږي. د پنځلسمې ناحیې د ودانیو یو شمېر مالکانو د کابل ښاروالۍ له سپارښتنو وروسته خپل دفاضلاب سیستمونه اصلاح کړي دي. د ښار په کچه د ودانیو له لوري لښتيو ته د فاضلاب را پرېښودلو سرغړونې ته رسېدنه کیږي او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وشي. لښتیو ته د فاضلاب را پرېښودل د چاپیریال او دپاکو اوبو د ککړتیا لامل ګرځي