الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په اووم ګذر کې د۸۶۳ مترو په اوږدوالي د فرعي سړک جوړولو چارې روانې دي

15 اسد 1402

10205.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې(UNOPS) په مالي ملاتړ، د اتمې ناحیې په اووم ګذر کې دمرنجان غونډۍ ته څیرمه د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا سړک (۸۶۳) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون به تر راتلونکو دوه میاشتو پورې په معیاري توګه جوړ او ورسره جوخت به ښاریانو ته ټولنیزې او سیمه ییزې آسانتیاوې برابرې شي. د دې پروژې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي