الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې په کچه تنظیفي او د ونو خړوبولو حشر ترسره شو

15 اسد 1402

10207.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ  د شپاړلسمې ناحیې د مسئولانو او ښاریانو په ګډون تنظیفي او د زرغونو سیمو خړوبولو په موخه حشر ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال د ګډو کارونو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې، د ښار پاک ساتل، د ونو او زرغونو سیمو خړوبول د ټولو ملي او دیني مسئولیت دی. ښاغلي منصور د ښار پر وړاندې د مسئولیت منلو حس را ژوندي کول یوه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې، د پاک او زرغون کابل په جوړېدو کې باید ښاریان مهم رول ولوبوي. د شپاړلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالعارف کمالي، د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس عبدالمجیب ساپي، او یو شمېر نورو ګډونوالو هم په خپلو خبرو کې د ښاري پاکۍ او زرغونتیا په برخه کې په ګډ کار ټینګار وکړ. که چېرته ښاریان د خپلو سیمو نظافت او د زرغونو سیمو خړوبولو ته پام وکړي، تیت کثافات به په ښه توګه له ښاره ټول شي او د ونو له وچېدو څخه به مخنیوی وشي