د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نود یک فامیلیو کې د ښاري بیا پراختیا پروژې پلي کولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه

15 اسد 1402

10209.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د اوولسمې ناحیې اړوند په نود یک فامیلیو کې د ښاري بیا پراختیا پروژې پلي کولو په موخه د تخنیکي او فني مسئولانو په ګډون غونډه ترسره شوه. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو په موخه به د تلپاتې پراختیا له اړخه دا پروژه ډېر ژر پلې شي. د یادې پروژې په پلي کېدو کې به د ښاریانو حقوق خوندي وي او د سیمې اوسېدونکي به ګڼ شمېر زیربناو او ښاري تاسیساتو ته لاس رسی ومومي. د کابل ښاروالۍ کارکوونکي چمتو دي څو غیر پلاني سیمې د خپل ماسټر پلان تر سیوري لاندې راولي او د (ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا) کړنلارې له مخې ښار ته پراختیا ورکړي. د یادونې وړ ده چې، له تخنیکي پلانونو جوړولو وروسته به په بیلابیلو سیمو په ځانګړې توګه نود یک فامیلیو کې ګڼ شمېر پروژې پلې شي