د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دریمه ناحیه کې یو شمېر زرغونې سیمې له غصب بېرته آزادې شوې

15 اسد 1402

10211.jpg (1820 × 1024)

د دریمې ناحیې مسئولانو د یادې ناحیې په کچه د زرغونو سیمو د غصب یو شمېر پېښو ته رسېدنه وکړه او د غاصبانو ناقانونه تاسیسات یې پاک او یجاړ کړل. د یادې ناحیې معاون مفتي اخترمحمد عثماني وویل چې، د دې ناحیې ښاریانو ته مخکې خبر ورکړل شوی وو، څو له عامه ملکیتونو څخه ناسمه ګټه پورته نه کړي او په خپله د ناقانونه تاسیساتو پاکولو په برخه کې اقدام وکړي. د نوموړي په وینا دوی د ښاري مقرراتو او قوانینو پر وړاندې بې غوري وکړه او تاسیسات یې ویجاړ شول. هیڅ حکمي او حقیقي شخص حق نه لري چې، له عامه ملکیتونو څخه شخصي ګټه پورته کړي؛ د یادې ناحیې زرغونې سیمې له غصب بېرته راګرځول کیږي، خو اړتیا ده چې، ښاریان خپله د ناقانونه تاسیساتو د ویجاړولو په موخه اقدام وکړي. له دې پرته به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي