د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په نهم ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

15 اسد 1402

10213.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې ( UNOPS) په مالي ملاتړ د اتمې ناحیې په نهم ګذر ( حضرت محمد ص جومات ) سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست د کنټرول آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل چې، دا کوڅې ټولټال ۹۳۸ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون به د ۵ میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړې شي. ددې پروژې له لارې ګڼ شمیر کسانو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې دي او بل لوري ته په جوړیدو سره به یې ښاریانو ته ټولنیزې او چاپیریالي اسانتیاوې رامنځته شي د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې په پلي کېدو کې به یې هر راز مرسته کوي