د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې تنظیفي او د ونو د خړوبولو حشر ترسره شو

16 اسد 1402

10215.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو دمرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ، د دیارلسمې ناحیې اړوند سیموکې د یادې ناحیې د مسوولانو او سلګونو اوسیدونکو په ګډون، تنظیفي او د ونو خړوبولو حشر ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال په دې حشرکې دګډون کوونکو د هڅونې او له هغوی څخه د مننې په ترڅ کې وويل، چې د ښار پاکوالي او زرغونتيا ته پاملرنه د ټولو ګډ مسووليت دى. مولوي منصور د دې ناحیې له ټولو اوسیدونکو وغوښتل چې، د یوه پاک او زرغون کابل ښار د درلودلو په نیت، د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه چې،پاکوالی او زرغونتیا، هوسا او ښکلی ژوند رامنځته کوي او د ښېه راتلونکې بنسټ جوړوي. همدا راز د دیارلسمې ناحیې رئیس محمد حامد امیري وویل، د دیارلسمې ناحیې اوسیدونکو په ګډو ښاري او ټولنیزو چاروکې خپل مسوولیت اداء کړی او په راتلونکي کې هم له کابل ښاروالۍ سره د دا ډول ګډو کارونو په ترسره کولو کې دمرستو ژمنه کوي. هغه زياته کړه، چې د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو او ماشينرۍ تر څنګ، سيمه ييزو شوراګانو، يو شمېر خصوصي تنظیفي او د اوبو رسولو شرکتونو، د اوبو د ټانکرونو او د زرنج وسایطو او نورو تجهيزاتو په برابرولوکې مرسته کړې، چې د ستاينې وړ دي. د دې حشر ګڼ شمیرګډونوالو د کابل ښاروالۍ له کارونو او پلانونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې د همکارۍ په ټینګې روحیې سره به د دیارلسمې ناحیې د بېلابېلو سیمو د پاکوالي، زرغونتیا او آبادۍ زمینه برابره شي