د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د یوه رسنیز کنفرانس په ترڅ کې د تېر یوه کال لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له خلکو سره شریک کړل

16 اسد 1402

10217.jpg (1820 × 1024)

ملت ته د حساب ورکونې په موخه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو سلاکار نعمت الله بارکزي او د پلان پالیسۍ څارنې او ارزونې رئیس محمد قاسم افغان د حکومت د رسنیو په مرکز کې د کابل ښاروالۍ د تېر یوه کال لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له خلکو او مسئولانو سره شریک کړل. د دې راپور پر بنسټ د ښاري زیربناو جوړولو په برخه کې(۶۶) کیلو متره سړکونه په کابل ښار کې جوړ شوي دي، څه باندې(۸۲) کیلو متره سړکونه د مختلف سور په درلودلو سره قیر او کانکریټ شوي او دغه راز د(۵۶۹۴) مترو په اوږدوالي(۵) کانالونه نوي جوړ شوي دي. په همدې توګه کابل ښاروالۍ په تنظیفي برخه کې هم د پام وړ چوپړتیاوې وړاندې کړې دي چې، په تېر یوه کال کې د کابل ښار له دوه ویشت ګونو ناحیو څخه(۲۷۱.۸۶۵) مټریک ټنه کثافات راټول او د ګزک سیمې ته لیږدول شوي دي. په تېر یوه کال کې د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه، د ښار په بېلابېلو برخو کې( ۶ ) سوه زره نیالګي، ډول ډول ګلان او زینتي بوټي هم کینول شوي دي. په همدې توګه یادې ادارې د چاپیریال ساتنې او چاپیریالي روغتیا برخې ته هم پوره پام کړی دی چې، شاوخوا دوه سوه زره ټنه بې کیفته خوراکي  او غیرخوراکي توکي، چې د مصرف نیټه یې هم پای ته رسیدلې وه، راټول شوي دي، له(۴) زره لوړپوړیزو ودانیو څخه د لوګي د فلټر له شتون او څرنګوالي څارنه شوې ده، له بېلابېلو ناحیوڅخه(۳۴۲۳) لوډسپیکرونه راټول شوي دي، کابل سیند ته د فاضلاب اوبو له راګرځولو مخنیوی شوی دی، د کابل ښاروالۍ له عوایدي سرچینو څخه څه باندې( ۴ ) میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي. په همدې توګه په کابل ښارکې(۱۳) څلورلارې ښکلې او بیا رغول شوې دي، په رنګه څراغونو پوښل شوي تونلونه جوړ شوي دي، له ملي او مذهبي ورځو نمانځنه شوې ده، د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو( ۵۶۷) ویډیويي کلپونه نشر ته سپارل شوي دي او د ښار په کچه د عامه پوهاوي(۵۳) غونډې جوړې شوې دي. د قمبر څلولارې له بلاکونوڅخه تر کمپنۍ سړک پورې د نښلوونکي سړک ، د کمپنۍ–برچي سړک، د عدلیې وزارت مخې ته د افشار–دارلامان سړک او له شهید هنګرها  څخه تر قصبې پورې سړک د پاتې چارو بشپړول، له دهمزنګ څخه تر میرویس میدان ( کوټه سنګي) هوايي پله پورې د سړک د پراختیا چارې هغه فعالیتونه دي، چې په( ۱۴۰۲) کال کې به ترسره شي