د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څوارلسمه ناحیه کې د دوه پروژو د پلې کولو چارې پیل شوې

16 اسد 1402

10219.jpg (1820 × 1024)

د څوارلسمې ناحیې په دولسم او دیارلسم ګذرونو کې د کوڅو جوړولو د دوه پروژو چارې، د څوارلسمې ناحیې درئیس مولوي غلام محبوب عرفاني او د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژو د څارني آمر انجینر ذبیح الله رحیمي له خوا ،په داسې حال کې چې د سیمې ګڼ شمیر مخورو او اوسیدونکو هم حضور درلود، د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې. په دې پرانیست غونډه کې دڅوارلسمې ناحیې رئیس د یادو پروژو له پیل کیدو څخه خوښي وکړه او ويې ويل، چې دغه پروژې د سالم ټولنيز او ښاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره ځانګړي اهميت لري، د سیمې اوسیدونکي دې د دې پروژو په پلې کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. کابل ښاروالۍ به په دې سیمه کې د لا ښو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، ورته نورې رغنیزې پروژې هم پلې کړي. همدا راز د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم ریاست په استازیتوب انجینر ذبیح الله رحیمي وویل: ددیارلسم ګذر د شملزو په سیمه کې د کوڅو جوړولو پروژه، چې په ټوله کې (۱۱۲۰) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري، د لښتي په ګډون به د څه باندې (۱۱.۷) میلیونه افغانیو په لګښت پلې شي. همدا راز د دوولسم ګذر د قلعه وزیر په سیمه کې د کوڅو جوړولو پروژه، چې په ټولیزه توګه (۸۸۴) متره اوږدوالی او(۵)متره سور لري، د لښتي په ګډون به د څه باندې (۱۱.۵) میلیونه افغانیو په لګښت پلي شي.  نوموړي زیاته کړه چې، دغه پروژې به د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر (UNOPS) په مرسته د شپږو میاشتو په موده کې په لوړ کیفیت او اساسي بڼه بشپړې شي. د یادولو وړ ده چې، ددغې پروژې له لارې  یو شمېر  هېوادوالو ته د کارکولو زمینه  هم برابره شوې ده