الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه

17 اسد 1402

10222.jpg (1820 × 1024)

د چارو د غوره او پر وخت ترسره کېدو په موخه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ، د مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو په ګډون د اداري شورا غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ له ملکیتونو د غوره ګټه اخیستنې، د ښاري پلانونو پلي کېدو، د حقوقي او تخنیکي ستونزو د حل، د ګذرونو لپاره د ستندرد ټاکلو، له شته سیسټم څخه په ګټه اخیستلو د جایدادونو د ثبت او یو شمېر نورو ښاري مسایلو په اړه خبرې وشوې او اړینې پرېکړې ترسره شوې. کابل ښاروال ټينګار وکړ چې، د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده، نو د یادې ادارې مسئولان دې په خپلو چارو له سره کتنه وکړي او د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې دې اوچت ګامونه پورته کړي