د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې د ۳۷ ګذر د فرعي سړکونو کانکریټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي

17 اسد 1402

10224.jpg (1820 × 1024)

ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د پنځمې ناحیې د ۳۷ ګذر اړوند د آغا صاحب جومات په سیمه کې د ۵ فرعي سړکونو کانکریټ چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا سړکونه ټولټال ۱۰۰۰ متره اوږدوالی او مختلف سور لري چې، د لښتیو په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړ شي او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر ښاري آسانتیاوې رامنځته شي. یاده پروژه د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په ملاتړ پلې کیږي. د یادې پروژې له لارې د سیمې سلګونو کسانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي