د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري پلانونو په اړه دخوځنده اقتصاد کلتوري اتحاد او د افغان کارپوهانو نړیوالې ټولنې له بنسټګر سره ناسته ترسره شوه

21 اسد 1402

10230.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال مولوي عصمت الله عاصم او د پلان جوړولو او ښاري پراختیا مرستیال ډاکټر صدرالدین تاجک، د خوځنده اقتصاد د فرهنګي اتحاد له رئیس او د افغان کارپوهانو د نړیوالې ټولنې له بنسټګر صدیق منصور انصاري سره د دغې ټولنې د برنامو او طرحو او دښاري پلانونو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې. د کابل ښاروالۍ مشرتابه دیادې ټولنې له خوا دیو شمېر تفریحي ځایونو، پارکونو، د ښکلا او کلتور د سمبولونو، دګرځنده پلورونکو د خوندي فعالیت په موخه، د روز په نامه سرپټو بازارونو د جوړولو، دښاري ترافیک د تنظیم او مدیریت، او د ښاري خورلڼۍ( Sister cities) نړیوال پروګرام د پلي کولو په برخو کې وړاندې شوې طرحې مثبتې و ارزولې او په دې برخه کې یې د نورو بنسټونو دمرستې غوښتنه هم وکړه. د خوځنده اقتصاد د کلتوري ټولنې مشر د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو حخه د هرکلي په ترڅ کې؛ د پورتنیو مواردو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه، چې د ښاريانو د اړتياوو د پوره کولو په موخه به، د ښاري پلانونو او پروګرامونو په پلي کولو کې هر اړخیزې مرستې وکړي. په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دوی له خوا له طرحه شویو رغنده پلانونو او پروګرامونو څخه هرکلی وکړ او ویې ویل، چې کابل ښاروالۍ به د خیریه بنسټونو د فعالیتونو او پروګرامونو دپلي کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي