د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

21 اسد 1402

 10232.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې اړوند شپاړلسم ګذر د نخودپزانو په سیمه کې د دوه فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د ۱۶مې ناحیې د رئیس مولوي محمد عارف کمالي له خوا، په داسې حال کې چې، د یادې ناحیې یوشمیر مشرانو او اوسیدونکو هم حضور درلود ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو دتنظیم رييس وويل، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمې ستونزه هوارې او دوی ته ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شوې دي. په ټاکلي وخت د پروژې دپلې کیدو او دچارو د ښه کیفیت په موخه، د تخنیکي سندونو له مخې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم ریاست د انجینرانو له خوا له دغې پروژې څخه څارنې شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې، دغه سړکونه په ټولیزه توګه ( ۷۰۹ ) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري، چې د لښتي په ګډون د څه باندې ( ۱۰ ) میلیونه افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د( ۶ )میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړشوي دي. همدا راز د شپاړلسمې ناحيې رئیس وويل، چې د سيمې د اوسېدونکو په مرسته به له نویو جوړ شویو سړکونو څخه په ښه توګه ساتنه اوڅارنه کیږي او د ښاريانو د اساسي اړتياوې د پوره کیدو په موخه به؛ په دې ناحیه کې ورته نورې پروژې هم پلې شي