د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو له دفتر (UNOPS) سره تخنیکي غونډه ترسره شوه

22 اسد 1402

10235.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیرعامر زمرک "یاسر" ، د کابل ښار په بېلا بېلو ناحیوکې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر (UNOPS) له لارې د پروژو د ښه پلي کیدو په اړه دیاد دفتر له استازو سره تخنیکي غونډه ترسره کړه. په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال د کابل ښاروالۍ او د یاد دفتر د تخنیکي او فني څانګو ترمنځ د همغږۍ پر اصل ټینګار وکړ او ویې ویل: تر کار لاندې پروژې به د ددواړو ادارو د مسوولینو په همغږۍ په سمه او معیاري توګه پلې شي. انجینر یاسر زیاته کړه، چې په لوړ کيفيت او په ټاکلي وخت د پروژو پلي کیدو په موخه، بايد دپروژو کاري بهير د تخنيکي اسنادو له مخې د پروګرامونو او پروژو دتنظیم رياست له خوا وڅېړل شي. همدا شان د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ددفتر استازو د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو له مرستیال سره د یو شمېر پروژودپلي کیدو پروړاندې د شته ستونزو او خنډونو په اړه خبرې وکړې او د حل په موخه یې مسوولیتونه او مکلفیتونه په ډاګه کړل. د کابل ښاروالۍ د ودنیزو چارو مرستیال په کابل ښار کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر له لارې د رغنیزو پروژو له پلي کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او هیله یې وکړه چې، دغه پروژې به د لومړیتوبونو په اساس له ښاري آسانتیاوو څخه د بې برخې سیمو دستونزو د حل په موخه،  په لوړ کیفیت طرحه او پلې شي. د يادونې وړ ده، چې تر اوسه پورې د(UNOPS) دفتر له لارې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې (٢٦) پروژې بشپړې شوې او (٦١) نورې ترکار لاندې دي